Jump to content

بشر بن غالب اسدي

د wikishia لخوا

بِشر بن غالِب اَسَدي (ژوندی په ۶۶ق)د شیعه امامانو له اصحابو او د حدیث له راویانو دی. هغه له خپل ورور سره د عرفې دعا له امام حسین(ع) روایت کړې ده. هغه همداراز له مکې عراق ته د شیعیانو د دریم امام په سفر کې په ذات عِرق پړاو کې له هغه سره کتنه وکړه او کله چې حسین بن علي(ع) د عراق د حالاتو پوښتنه وکړه، ځواب یې ورکړ چې د خلکو زړونه له تا سره خو تورې یې له بني امیه و سره دي.

هغه د عاشورا په پېښه کې نه و موجود البته وروسته یې له امام حسین سره له نه ملګرتیا پښېماني څرګنده کړه.

اجمالي پېژندنه

بشر بن غالب اسدي کوفي چې په ابو صادق[۱] ملقب دی د پېغمبر د یو صحابي، غالب بن بشر اسدي زوی[۲] او د بني اسدو له طایفې و.[۳] په سرچینو کې د هغه د زوکړې وخت او ځای ته اشاره نه ده شوې.[۴]

شیعه رجال لیکونکی احمد بن محمد برقي (وفات۲۸۰ق) بشر د پېغمبر(ص) له اصحابو ګڼلی دی.[۵] همداراز سید محسن امین (وفات ۱۳۷۱ق) په اعیان الشیعه کې هم د طبقات الکبری کتاب د لیکوال ابن اسعد په نقل، بشر له هغو اصحابو ګڼلی چې کوفې ته یې مهاجرت کړی دی.[۶]

په ځینو تاریخي سرچینو کې د بشر بن غالب څخه له خوارجو بلواګرو سره په جنګ کې د حجاج بن یوسف د لښکر د یو کوماندان په توګه یادونه شوې ده.[۷] چې په همدې جنګ کې په ۷۶ق کې ووژل شو.[۸] البته په ځینو رجالي سرچینو کې د دوو کسانو نوم بشر بن غالب اسدي یاد شوی دی.[۹] او هیڅ دلیل نیشته چې دا بشر، هماغه مشهور بشر (د بشیر بن غالب ورور) وي.

د حدیث راوي

شیعه رجال پېژاندو احمد بن محمد برقي (وفات ۲۸۰ق) او شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ق) ، بشر بن غالب د امامانو(ع) له اصحابو او له راویانو ګڼلی خو د هغه د ژوند په اړه یې څه معلومات نه دي وړاندې کړي.[۱۰] شیخ طوسي یوازې دهغه اسدي او کوفي والي ته اشاره کړې او هغه یې له راویانو او د امام حسین(ع)[۱۱] او امام سجاد(ع) له ملګرې ګڼلی دی.[۱۲] برقي هم د امام حسن(ع)، امام حسین(ع) او امام سجاد(ع)،د اصحابو په لیکه کې د هغه له ذکره وروسته هغه د امام علي(ع) له اصحابو ګڼلی چې په کوفه کې اوسېده.[۱۳]

له بشر بن غالبه ډېر روایتونه په روایي او غیر روایي کتابونو کې په مختلفو موضوګانو منجمله د اهل بیتو(ع) په مینه،[۱۴] تفسیر [۱۵] د قرآن د قرائت د ثواب[۱۶] او د قائم د ظهور د خبرونو[۱۷] په زمینه کې نقل شوې دي. هغه له خپل ورور بشیر بن غالب سره عرفه دعا له امام حسین(ع) نقل کړې ده.[۱۸]

مذهب او وثاقت

د ځینو څېړاندو په ګمان په رجالیانو کې د بشر بن غالب په مذهب هیڅ تصریح نه ده موجوده.[۱۹] سره له دې شیعه رجال لیکونکي عبدالله مامقاني (وفات ۱۳۵۱ ق) د بشر مجهول الحال والي ته په اشارې سره، هغه امامي مذهبه ګڼلی دی.[۲۰] سید محسن امین په هغه څه په استناد سره چې په څلورمې پېړۍ کې شیعه رجالي محمد بن عمر کشي ته منسوب شوې، هغه عالم ، فاضل او جلیل القدر ګڼلی دی خو زیاتوي چې دا خبره په رجال کشي کتاب کې نیشته او اساسا د یو رواي په توثیق کې د غه شان ادبیات د کشي په شان متقدمو کسانو څخه نه صادریږي او دا ډول جملې په متاخرانو پورې اړوند دي.[۲۱] سره له دې د عرفې دعا په شهرت په استناد سره ویل شوي چې هغه موثق راوي دی.[۲۲]

له امام حسین(ع) سره کتنه

بشر بن غالب له مکې د عراق په لور د امام حسین(ع) د وتلو په وخت په ذات عرق سیمه کې له هغه سره کتنه وکړه.[۲۳] حسین بن علي(ع) له هغه د عراق د حالاتو په اړه پوښتنه وکړه. هغه په ځواب کې وویل چې د هغوي زړونه له تا سره خو تورې یې له بني امیه سره دي. امام د هغه د خبرې تصدیق وکړ او وې ویل چې خدای چې هر څه وغواړي هغه کوي.[۲۴]

په ذات عرق کې له بشر بن غالب سره د امام حسین(ع) خبرې.


امام حسین(ع): د کوفې خلک دې څنګه ولیدل؟


بشر بن غالب: د هغوي زړونه له تا سره خو تورې یې له بني امیه و سره دي.


رښتیا دې وویل ای اسدي وروره! خدای هر څه چې وغواړي هغه کوي او د هر څه چې اراده وکړي امر یې کوي.[۲۵]


له هغه مخکې د صفاح په کور کې هم دا خبره فرزدق امام(ع) ته کړې وه. بشر بن غالب له ابن زبیر سره د امام حسین(ع) خبرې هم نقل کړې دي چې د شیعیانو دریم امام په هغو کې عراق ته د خپل سفر علت بیان کړی دی.[۲۶]

بشر د کربلا په پېښه کې نه و موجود.[۲۷] خو ابن سعد په طبقات الکبری کتاب کې باوري دی چې هغه د عاشورا له پېښې وروسته د امام حسین(ع) قبر ته لاړ او له امام حسین(ع) سره په نه ملګرتیا یې پښېماني څرګنده کړه.[۲۸]

بشر له منهال بن عمرو سره یو ځای د مختار د پاڅون په زمانه کې په ۶۶ ق کال کې مدینې ته لاړ او د حرمله بن کاهل اسدي په باره کې له منهال سره د امام سجاد(ع) د خبرواترو په وخت موجود و.[۲۹] همداراز له مختار سره له لومړۍ ملګرتیا سره سره، په دوام کې د هغه مخالف شو او مختار ثقفي په بند کې واچوه.[۳۰]

فوټ نوټ

  1. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۱؛ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱۱، ص۳۶۸.
  2. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۶.
  3. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۶۹.
  4. مثال په توګه وګورئ: ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۳۰۲؛ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۵۷۵.
  5. برقی، الرجال، ۱۳۷۶ش، ص۸.
  6. امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۵۷۵.
  7. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۲۴۴؛ ابن مسکویه، تجارب‌الأمم، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۲۸۵؛ ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۴۰۸.
  8. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۲۴۶؛ ابن خلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۹۴.
  9. ابن حجر عسقلانی، لسان المیزان، ۲۰۰۲م، ج۲، ص۳۰۵؛ ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۱، ص۳۲۲.
  10. برقی، رجال برقی، ۱۳۷۶ش، ص۸؛ طوسی، رجال طوسی، ۱۳۷۳ش، ص۹۹.
  11. طوسی، رجال طوسی، ۱۳۷۳ش، ص۹۹.
  12. طوسی، رجال طوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۱۰.
  13. برقی، رجال برقی، ۱۳۷۶ش، ص۸.
  14. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۶۱.
  15. صدوق، الامالی، ۱۳۴۲ش، ص۱۵۳؛ حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴۷۵.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۴، ص۶۱۱، ۶۲۱.
  17. نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۳۵؛ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۴۶۲.
  18. مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۵، ص۲۱۴.
  19. شرف‌الدین، مع موسوعات رجال الشیعة، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۲۵۷.
  20. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۱۲، ص۲۹۷.
  21. امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۳، ج۳، ص۵۷۶.
  22. «بِشْرِ بْنِ غَالِب؛ صحابی جامانده از عاشورا»، خبرگزاری بسیج.
  23. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۶۹.
  24. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۶۹-۷۰.
  25. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۶۹-۷۰.
  26. ابوالشیخ، طبقات المحدثین، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۸۶.
  27. جمعی از نویسندگان، مع الرکب الحسینی، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۹۰.
  28. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، خامسه۱، ص۵۰۱.
  29. مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۳۷۵.
  30. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۴۸.

سرچينې

  • ابن ابی‌زینب، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت،دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن اعثم کوفی، احمد، کتاب الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، لسان المیزان، تحقیق عبدالفتاح ابوغدة، دار البشائر الاسلامیه، البطعة الاولی، ۲۰۰۲م.
  • ابن خلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و...، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری (خامسه۱)، تحقیق محمد بن صامل السلمی، مکتبة الصدیق، الطبعة الاولی، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ابن مسکویه، احمد بن محمد، تجارب الامم، تحقیق ابوالقاسم امامی، تهران، سروش، ۱۳۷۹ش.
  • ابوالشیخ، عبدالله بن محمد، طبقات المحدثین بأصبهان و الواردین علیها، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ دوم، ۱۴۱۲ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • برقی، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، قم، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ق.
  • برقی، احمد بن محمد، الرجال، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۴۲ش.
  • بِشْرِ بْنِ غَالِب؛ صحابی جامانده از عاشورا، خبرگزاری بسیج، تاریخ انتشار: ۱۳۹۵/۰۷/۱۹، تاریخ بازدید: ۱۳۹۸/۰۹/۰۴.
  • جمعی از نویسندگان، مع الرکب الحسینی، قم، تحسین، ۱۳۸۶ش.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تهران، التابعة لوزارة الثقافة و الإرشاد الإسلامی، ۱۴۱۱ ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، میزان الاعتدال فی نقد الرجال، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالمعرفة، ۱۳۸۲ق/۱۹۶۳م.
  • شرف‌الدین، عبدالله، مع موسوعات رجال الشیعة، لندن، الارشاد، ۱۴۱۱ق.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد(ص)، قم، چاپ دوم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، دار المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • کشی، محمد بن عمر، رجال الکشی - إختیار معرفة الرجال، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دارالحدیث للطباعة و النشر، ۱۴۲۹ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع)، ۱۴۳۱ق.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحارالأنوارالجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت،دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.